کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٣ :
د ننګرهار ولايت په پچير او آګام ولسوالۍ کې نن سهار د پوليسو په پوستو دطالبانو په ډله ييز بريد کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سمونوال حضرت حسين مشرقيوال دباخترآ ژانس خبريال ته وويل : يوې ډلې وسله والو طالبانو نن سهار دننګرهار ولايت د پچير او آګام ولسوالۍ د پوليسو په پوستو بريدونه وکړل چې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې سبب شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل : په دې جګړه کې د حاجي غفار او قاري ميرسلام په نومونو دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دمشرقيوال دڅرګندونوله مخې : په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ