امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٣ :
د ننګرهار ولايت په پچير او آګام ولسوالۍ کې نن سهار د پوليسو په  پوستو دطالبانو په  ډله ييز بريد کې  دوه تنه  وسله وال طالبان  ووژل شول.
د ننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سمونوال حضرت حسين مشرقيوال  دباخترآ ژانس  خبريال ته  وويل :   يوې ډلې وسله والو طالبانو نن سهار  دننګرهار ولايت د پچير او آګام ولسوالۍ د پوليسو په پوستو بريدونه وکړل چې   د دواړو لورو ترمنځ  د جګړې سبب شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل :  په  دې جګړه کې  د حاجي غفار او قاري ميرسلام په نومونو  دوه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول.
دمشرقيوال دڅرګندونوله مخې :  په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته