فرهنګ

ځوان خبريالان وستايل شول .

کابل باختر  دچنګاښ دريمه

  داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين  پر ځوانو خبريالانو دستاين ليکونو دويشلو په غونډه کې وويل دخوښئ ځاى دى چې دځوانانو معينيت د تاسو خبريالانو کار او فعاليت ستايي .

 دلومړي ځل لپاره ځوانانو معينيت  اتيا تنه دولتي اوغير دولتي خبريالان وستايل .

 دباختر اژانس  دخبريال دخبر له مخې،  په هغې غونډه کې چې له همدې امله دمطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالارکې  جوړه شوې وه داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر رهين په لنډو خبرو کې وويل دالومړي ځل دى چې د ځوانانو  دچارو معينيت يو شمير ځوان خبريالان ستايي ، زه تاسو ته په ټولو برخو کې دبرياليتوب هيله کوم .

  وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين تيمورشاه اسحق زي په خبرو کې وويل په تيرو لسو کلونوکې دافغانستان يو برياليتوب دبيان ازادي ده .

 چې له دې لارې دخبريالانو له خوا حقيقتونه   وړاندي شوي دي او نن دغه معينيت  دبيلابيلو رسنيو دڅه ناڅه اتيا تنو ځوانو خبريالانو  کار او فعاليت ستايي .

 ده ځوانانو اوخبريالانو ته دتخصصي  روزنې په برخه کې  ددغه معينيت دراتلونکو پروګرامونو په باب  هم  معلومات ورکړل .

 دغه راز دافغانستان دژورنالستانو دملي اتحاديي رييس  عبدالحميد مبازر په خبرو  کې وويل زموږ دهيواد رسني  دکميت له پلوه  زياتې شوي دي اوهيله لرم چې دکيفيت له پلوه هم خپل لوړوالي ته ورسيږي .

 په پاى کې  دبرخه والو ستاين ليکونه داطلاعاتو او فرهنګ  دوزير او دځوانانودچارو دمعين له خواوويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته