کابل باختر د زمري دمياشتې ٢٣
په ولسي جرګه کې د بلخ ولايت د خلکو د استازى احمدشاه رمضان درې تنه ساتوونکي نن سهار د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله و وژل شول او د ده درې تنه نور ساتوونکي ټپيان شول.
په دې پيښه کې ډار اچوونکو د احمدشاه رمضان د ساتوونکو د سپرلۍ په موټر ډزې وکړې، خو دى په خپله په موټرکې نه و.
د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل محب الله باختر آژانس ته وويل: په ولسي جرګه کې د بلخ ولايت د خلکو د استازى احمدشاه رمضان د ساتوونکو د سپرلۍ موټر کله چې د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د پيازقول له ساحې څخه تيريده؛ د وسله والو طالبانو له خوا ښخ کړاى شوى ماين چې د ريموټ په واسطه کنتروليده ، وچاوديد او له امله يې د ده درې تنه ساتوونکي ووژل شول او درې تنه نور ساتوونکي يې ټپيان شول.
د محب الله د څرګندونوله مخې: په دې پيښه کې د ساتوونکو د سپرلۍ موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى او د دغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى. خو د پوليسو پلټنې روانې دي .
0 1 دقیقه لوستل