کابل باختر دوږي لومړي
دازبکستان داسلامي تحريک يو مشهور قوماندان نن دافغانستان په شمال کې ونيول شو .
دغه قوماندان چې هويت يې نه دې په ډاګه شوي نن سهار د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان ځواکونو او د ناټو دقوتونو په عملياتو کې نيول شوي دي
ناټو باختر اژانس ته ديوي خبرپاڼې په ليږلو سره وايي چې د ازبکستان داسلامي تحريک دغه قوماندان په کندز کې دافغان ځواکونو اودناټو دقوتونو پرخلاف دبريدونو درهبري مسووليت په غاړه درلود او هم يې ياغيانو ته مالي او پوځي امکانات برابرول .
دناتو دخبرپاڼي دمعلوماتو له مخي دازبکستان داسلامي تحريک دغه قوماندان دغه راز ياغيانو ته دتروريستي بريدونو لاري چاري ورزده کولي .
دازبکستان داسلامي تحريک تروريستي سازمان په افغانستان کې دطالبانو د رژيم له لاپرځيدو وروسته له نورو ياغي ډلو سره يوځاي په افغانستان کې تروريستي فعاليتونه پيل کړي دي