مسکو باختر د وري پنځلسمه
د مسکو داور وژني مامورين بريالي شول چې دجوړيدو په حال کې په يوې لوړ پوړيزي ودانۍ کې لګيدلي اور ووژنې .
دروسيې رسنيو خبر ورکړ دغه اور لګيدنه تيره شپه رامنځته شوه او له څلورو ساعتو وروسته ووژل شوه .
تراوسه پورې ددغې اور لګيدنې علت نه دي معلوم .
دغه ودانۍ به له بشپړيدو وروسته په اروپا کې ډير لوړ ودانۍ دي .
داسي بريښې چې په دي اور لګيدنې کې چاته زيان نه دي اوښتي .
ټاکل شوې ده ددغي نوي پوړيزي ودانۍ کار تر ٢٠١٣ ميلادي کاله پوري بشپړ شي