خبرونهنړۍ

نړۍ کې د غزې پر ملاتړ لاریونونه مخ په زیاتېدو دي

نړۍ، د غوايي ۹مه، بهرنۍ رسنۍ 

غزه کې د روانې جګړې له پیل سره سم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د دغې جګړې د دوام او اسرایلو پر ضد او د فلسطینیانو پر ملاتړ لاریونونه هم پیل شول، چې په دې وروستیو کې د پام وړ زیات شوي دي.

اسټرالیا، ځینې اروپایي هېوادونه، کاناډا او د امریکا متحده ایالات هغه هېوادونه دي، چې عام خلک او د پوهنتونونو محصلین یې د دغې جګړې او پایله کې یې د ښځو او ماشومانو د وژلو مخالف دي.

تازه هسپانیا کې هم د دغې جګړې پر ضد او له فلسطینیانو د ملاتړ لاریونونه شوي او دغه راز د امریکا په هارورډ پوهنتون کې هم له غزې څخه د ملاتړ لپاره د فلسطین بیرغ پورته شوی دی.

په امریکا او ځینو نورو هېوادونو کې پولیسو بیا هغه کسان په ځانګړي توګه محصلین نیولي، چې دغو لاریونونو کې یې د اسرایلو او د دغه رژیم د ملاتړو پر ضد یې شعارونه ورکول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته