کابل، د غوايي ۹مه، باختر
نړیوالو رسنیو د ځینو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د اشغالي فلسطین په شمال کې د میرون په نوم د صهیونستي رژیم د پوځ یو مهم مرکز په نښه شوی.
سرچینو زیاته کړې، چې دغه توغندي چې شمېر یې ۳۰ ته رسېده د لبنان له خاورې توغول شوي دي.
ځینو اسرایلي رسنیو هم دغه خبر تایید کړی دی.
د لبنان حزب الله ډلې بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې غزه کې له روان مقاوت څخه د ملاتړ په هدف یې د کاتیوشا توغندیو پر مټ د اشغالي فلسطین په شمال کې صهیونستي ښارګوتي او د پوځ یو مرکز په نښه کړی دی.