امنیت

دننګرهار ولايت په هسکې مينې دداعشيانو ناکامه بريد .

کابل باختر د وري يو ديرشمه :
دننګرهار ولايت دهسکې مينې پر ولسوالۍ دداعشيانو بريد ناکام شو .
تيره شپه په لسګونو ډار اچوونکو له څو لورو  ددغې ولسوالۍ پربازار  چې ادارې اوپوځي تاسيسات پکې دي  يرغل وکړ .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جکپوړي  قوماندان دباختراژانس خبريال  ته وويل چې پوځيانو په دغه بريد کې دملي امنيت دمامورانو په مرسته په مقتابلو ډزو لاس پورې کړ چې پکې اووه تنه داعشيان ووژل شول .
دداعشيانو يو سيمه ئيز قوماندان ابو حيدر هم په  وژل شويو کسانو کې دى
ددغې نښتې په پاى کې دداعشيانو يوه اندازه جنګي وسايل  دپوځيانو لاس ته ورغلل . ويل کېږي چې په دغه بريد کې پوځيانو اودکلي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .   ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته