ګرديز باختر د وږي د میاشتې ۶ مه
په پکتيا ولایت کې د ښاري پروګرام موسسې په همکارۍ د دوو ميليونو اووه سوه زرو افغانيو په لګښت د ښاري چوپړونو د مرکز ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دکرديز ښاروال عصمت الله خالد باختر اژانس ته وویل چې دغه مرکز د دوو میليونو اووه سوه اته ویشت زره افغانيو په لګښت د ښاري موسسې په همکارۍ رغول شوی چې پنځه خونې،تشنابونه او په کمپيوټري وسایلو سمبال دی.
خالد زياته کړه چې مخکې له دې به خلکو د ملکیت د سند،جوازونواوعريضو لپاره په بيلابيلو ودانيو ګرځېدل چې اوس د دغه مرکز په جوړېد سره به وکولای شي څو خپلې ستونزې په اسانۍ سره حل کړي.
د مرکز ګرديز يو شمېر اوسیدونکو هم د دغه مرکز په جوړېدو سره خوښي وښوده او زياته يې کړه چې اوس کولای شي خپلې ستونزې په اسانۍ سره حل کړي.
0 1 دقیقه لوستل