امنیت

دفراه ښار په کمربند کې کوماندو ځواکونه ځاى پرځاى شوي دي .

کابل باختر دثور ٢٩: دفراه ښار دامنيتي کمربندونو دساتنې مسووليت کوماندو ځواکونو ته سپارل شوې ده . دفراه والي بصير سالنګي دباختراژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې دفراه پوځي شورا ددغه ښار دامنيتي کمربندونو د ساتنې مسووليت کوماندو ځواکونو ته وسپارله . سالنګي وويل: له ښار څخه د وسله والو طالبانو له شړلو وروسته د ښار دشاوخواسيمو او دامنيتي کمربندونو مسووليت په موقت ډول دملي اردو دکوماندو ځواکونو ته سپارل شوي دي . سالنګي زياته کړه چې دفراه ښار ته دکوماندو دځواکونو په رارسيدو او د ډار اچوونکو له شتون څخه دښار په پاکولو سره دښار په زياتو کليدي سيمو کې نوي امنيتي پوستې جوړې شوي دي . ده زياته کړه اوس دفراه او دهغه شاوخوا سيمو امنيت تامين دى . او خلک له کومې انديښنې پرته په ښار کې تګ راتګ کوي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته