امنیت

څلور ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٩
څلورويشت تنه وسله وال طالبان پرون د لوګر، هرات او ارزګان د ولايتونو په مربوطاتوکې دملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: دملي اردو ځواکونو دلوګر ولايت د محمد آغې، د ارزګان ولايت د دهراوود، د زابل ولايت د شاجوى او دهرات ولايت د شينډنډ د ولسواليو په مربوطاتوکې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٢٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٧ تنه نوريې ټپيان شول .
ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه سپکې او دراندې وسلې، چاوديدونکي توکي او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته