-کابل / دزمري ٢١مه/باختر:
په هرات کې به د څه دپاسه زرو مميز خونو د جوړولو کار ډير ژر بشپړ او تر څو اوونيو پورې ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د هرات د کرنې رييس عبدالصبورباختراژانس ته وويل چې د دغو مميز خونو د جوړولو کار د کرنې د محصولاتو د مديريت د پروګرام له لارې پرمخ ځي اوټاکل شوې ده تر شلو ورځو پورې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
هغه وويل چې د دغې پروژې تر څنګ د پيازواوپټاټې د يوې زيرمې د جوړولوکار هم څلويښت سلنه پرمخ تللى دى .
هغه زياته کړه چې د کرنې اواوبو لګولو اومالدارۍ وزارت د دغو پروژو د جوړولو لپاره څه دپاسه ٥٧١مليونه افغانۍ لګښت کوي .
ختم _ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ