کابل باختر د ثور ديارلسمه
١٤ تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې دپوځيانو په ځانګړو عملياتو کې ووژل شول .
دغه ډار اچوونکي تيره شپه په وټه پور ولسوالۍ کې د پوځيانو په هوايي او ځمکني بريدکې وژل شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل په دغو ځانګړو عملياتو کې ١٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول
ده وويل په دغو ډار اچوونکو په وټه پورې ولسوالۍ کې ددوى په دوو مرکزونو کې بريد وشو
له بلې خوا دهېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې دپوځيانو په دغه عملياتو کې دوټه پورې ولسوالۍ څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي اودغه عمليات دوام لري . ختم_ شکريه _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ