سیاست

دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې دجاپان له سفير سره وکتل

  کابل باختر دزمري دمياشتې  ١٢  :
د افغانستان داسلامي جمهوريت  دبهرنيو چارو وزارت اقتصادي معينې عادلې راز پرون په کابل کې دجاپان له سفير ميتسوجي سوزوکا سره  وکتل.
دبهرنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې عادلې راز  په اقتصادي ، پوهنې  ، روغتيا ، سوداګرۍ او په  هېواد
او سيمه کې دسولې ، سوکالۍ  د تامينولو  او افغان ښځو ته دتحصيلي  اوتخنيکي
سکالرشيپونو د ورکولو غوښتنه وکړه.
دغه راز د جاپان سفير دافغانستان او جاپان ترمنځ دهمکاريو په دوام ټينګاروکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته