امنیت

په کندهار کې دڅوتروريستي بريدونو طراح ونيول شو

١٣ – کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٦ :

دايساف خبرځايونه وايي چې په کندهار ولايت کې يې دڅو تروريستي پيښو طراح نيولي دي.

دغه سړۍ چې هويت يې نه دى افشا شوي  نن سهار دکندهار ولايت په ژيړي ولسوالۍ کې ونيول شو.

په ده باندې تورلگول شوي دي چې دايتلاف  اودايساف دځواکونوپرخلاف يې ورانکار عمليات طرحه کړي و  اودکندهار ولايت په ګوټ ګوټ کې يې دوسلو او مهماتو په ليږدونه کې رول درلود.

 دغه راز له دغه سړى څخه يوسلو شپږديرش کېلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي  چې دنشه يي توکو په قاچاقو اوپلورنه کې  دوسله والو مخالفينو او تروريستانو دلاس لرلو څرگندوي دي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا