نړۍ

پاکستان دافغان مهاجرينو استوګنې موده تر٢٠١٧ ميلادي کال پورې تمديدکړه

اسلام آباد باختر دمرغومي  ديرشمه :
دبشردحقوقو دڅارنې دسازمان خپرونې  هيومن رايتس واچ د  ( پاکستان په دغه هېواد کې  دافغان مهاجرينو داستوګنې موده تر ٢٠١٧ ميلادي کال پورې تمديد کړه) ترعنوان لاندې ليکلي دي:  چې دپاکستان  پوليسو په دغه هېوادکې  دافغان  مهاجرينو  د ژوندانه  د نه ډاډمن حالت په خاطر  دهغوى ځورونې او له هغو څخه دپيسو اخيستلو ته مخه کړې  وه .
خپرونه زياتوي ؛ چې دپاکستان پوليس په تيره بيا په پيښورکې په يوه ښوونځي دپاکستاني طالبانو د  ٢٠١٤ ميلادي کال  له بريد وروسته  دمهاجرو افغانانو ځورونې ته  زيات و هڅول شول.
خپرونه دبشردحقوقو دڅارنې په سازمان کې دآسيا دبرخې دمرستيال  فيليم   کاين له خولې ليکي ؛  چې په پاکستان کې دافغان  مهاجرينو داستوګنې دمودې تمديد د دوى زيانمننې  کموي.  خو اسلام آباد  دپوليسو له خوا دهغوى دځورونې مخه ونيسي.
دبشرد حقوقو دڅارنې سازمان وايي چې دپاکستاني پوليسو له خوا   دمهاجرو  افغانانو ځورونې،  دمهاجرينو تګ راتګ محدود کړى دى ، اقتصادي ستونزې يې زياتې کړې دي  او دهغوى  دښوونې او روزنې او کاروبار په وړاندې يې خنډونه پيدا کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته