امنیت

په کندز کې مخابراتي شبکو ته دطالبانو اخطار .

کابل باختر د سلواغې څوارلسمه :
طالبانو په کندز ولايت کې دمخابراتي  شبکو مسوولينوته خبر دارۍ ورکړى دى چې دشپې له خوا دې ددغو شبکو فعاليت بند کړي .
دباختراژانس دخبر له مخې  طالبانو په دې وروستيو وختو کې په کندز ولايت کې دمازيګر له پنځو بجو څخه دسهار تر شبږ نيمو بجو پورې دمخابراتي  شبکو دفعاليتونو دبندولو غوښتنه کړې ده او خبر دارۍ  يې ورکړى دى چې دسرغړونې په صورت  کې به دمخابراتي شبکو انتنونو ته اور واچوي .
دکندز او سيدونکي وايي چې دشپې له خوا دتيلفونونو فعاليت بنديږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته