– مظفر آبادډي ډان باختر د زمرۍ دمياشتې ٢٧
دکشمير په سيمه کې دهند او پاکستان ترمنځ دکنترول دکرښې په اوږدو کې په کوتلې ناحيه د هندي پوځيانو د ډزو له امله د يو پاکستاني عسکر په ګډون پنحه تنه ټپيان شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې : ډزو دتيرې شپې له نيمايي څخه تر نن سهار پورې دوام درلود چې هندي ځواکونو له درندو او سپکو وسلو څخه استفاده وکړه.
پاکستاني مامورينو وويل ، ددغو ډزو له امله د استوګنې درې کورونه ويجاړ شوي دي او يو شمير څاروي له منځه تللي دي .
پاکستاني ځواکونو هم خوابي ډزې کړې دي .
دجمعې په شپه هم دواړو لورو په په يو اوبل د درندو وسلو ډزې وکړې چې نيم ساعت يې دوام وکړ خو د سرزيان يې نه دى اړولى.
د پنجشنبې په ورځ هم په همدې سيمه کې ډزې شوې وې.
0 1 دقیقه لوستل