کابل باختردغبرګولي د مياشتې ٦ :
په کندز ولايت کې د يولړ خونړيو چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه شوه.
امنيتي مامورين وايي چې تېره شپه او نن سهار يې څه ناڅه ٧ ماينونه چې د خان آباد او دشت ارچي د ولسواليو په ګڼ ميشتو لاروکې د طالبانو له خوا ښخ کړاى شوي و، کشف او شنډ کړل.
دغه ماينونه د سيمې د اوسيدونکو په همکارۍ کشف شوي دي.
د کندز د والي وياند سيدمحمد دانش د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والوطالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته خونړۍ پيښې رامنځته کړي، خو بريالي نه شول .
په افغانستان کې طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لاروکې دبمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي پکې قرباني کيږي.
0 1 دقیقه لوستل