امنیت

درې دېرش طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د وري ۹ مه / باختر
په قندهار کې ۳۳ وسله وال طالبان په نویو نښتو کې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه په پنجوایي، ژیړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې د پوځیانو پر پوستو د یرغلګرو له بریدونو وروسته وشوې.
د ځانګړو عملیاتو قول اردو یو مقام باختر آژانس ته وویل چې پر پوستو د یرغلګرو د بریدونو په وخت کې هوایي او ځمکنیو ځواکونو یو ځای اقدام وکړ او پر یرغلګرو یې بریدونه وکړل.
دغه پوځي مقام تایید کړه چې په دغو نښتو کې ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځیانو په قندهار کې د ۳۹ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته