کابل باختر دثور يوولسمه :
اته تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
په دغو طالبانو تېره شپه په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو د لښکرګاه ښار ته څېرمه او د ګرشک په ولسوالۍ کې بريدونه وشول.
د هېوادپه جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې؛ په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوى څو مرکزونه هم دړې وړې شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې؛ پوځيان په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلود يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
د هلمند يو امنيتي مقام وايي چې؛له دغه ډيپو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې؛ پوځيانو په هلمند کې د طالبانو د يولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار په شاوخواسيمو او د ګرشک په ولسوالۍ کې څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .
د رارسيدلو خبرونو له مخې دغه ماينونه د طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و . ختم_ ج -اکرم
0 1 دقیقه لوستل