کابل، د غوایي ۱۳مه، باختر
د کلات د ښاروالۍ، عامې روغتيا، صنعت او سوداګرۍ ریاستونو مسوولینو له لوري په یاد ولایت کې ۲۷ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي سوځولي دي.
د یاد ولایت ښاروال قاري رحمت الله مسافر د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وويل، چې یاد توکي او درمل د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو له هټيو څخه د یوې میاشتې په موده کې راټول شوي وو چې د عامې روغتيا او صنعت او سوداګري ریاستونو د مسوولینو په شتون کې وسوځول شول.
په ورته وخت د کلات ښاريانو د ښاروالۍ او نورو دولتي ادارو د دې کار ملاتړ وکړ او په بازار کې د ورته څارنو غوښتنه کوي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د یاد ولایت د بازارونو له هټیو څخه څه اندازه تاریخ تېره درمل او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او سوځول شوي وو.