کابل باختر دليندۍ شپږ ويشتمه :
د سپينې ماڼۍ يو وياند وايي چې ښايي د امريکا متحده ايالات په ايران د نويو بنديزونو د لګولو په باره کې غور وکړي.
دغه خبرې له هغه وروسته کيږي چې ايران يو اټومي وړتيا لرونکى توغندى آزمايښت کړ .
د ملګرو ملتو د سازمان ماهرانو د ايران دا کار له يوه کليدي پريکړه ليک څخه سرغړونه بللې ده.
د سپينې ماڼۍ وياند جاش ايرنست پرون وويل چې د امريکاجمهور رييس بارک اوباما به د اکټوبر د مياشتې د دغه راکټي آزمايښت په ځواب کې د ايران د نويو بنديزونو د لګولو ملاتړ وکړي.
خو د ايرنست په خبره دا کار به يواځې په هغه صورت کې ترسره شي چې استخباراتي مقامات دې نتيجې ته ورسيږي چې په نويو بنديزونوکې د امريکا ملي ګټې شته.
ايرنست له هغه وروسته په دې باب خبرې وکړې چې د ملګروملتو د سازمان د يوه رپوټ له مخې ايران د اکټوبر د مياشتې په لسمه نيټه د منځني واټن په ويشتلو سره د بالستيکي توغندي په آزمايښت سره د ملګرو ملتو د سازمان د بنديزونو له پريکړه ليک څخه سرغړوى دى.
دغه پريکړه ليک د اټومي وسلو د ليږدونې په وړتيا سره د ميزاييل توغنديو آزمايښت منع کوي .