کابل، د غوايي ۱۳مه، باختر
د سمنګان-بلخ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله ۵ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان ولايتي روغتون آمر سید عثمان حمیدي د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې نن د سمنګان _ بلخ پر لويه لاره د چیچېل په سیمه کې د ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله ٥ تنه مړه او ٢١ نور ټپيان شوي دي.
حمیدي د یو شمېر ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی چې د درملنې په موخه د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ټکر لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.
4 د یوې دقیقې څخه لږ