خبرونهاقتصادټولنه

پروان کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په لګښت پروژې پلې کېږي

کابل، د غوایی ۱۳ مه، باختر

د پروان سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د آغاخان بنسټ له لوري په دغه ولایت کې د یو ملیونه ۴۴۰ زره ۶۶۷ ډالرو په لګښت پروژې پلې کوي.

سرچینې باختر آژنس ته ویلي چې یادې پروژې د پروان په جبل السراج، سیاه ګرد، شیخ علي او کوه صافي ولسوالیو کې د یو میلیونه ۴۴۰ زره ۶۶۷ ډالرو په لګښت پلې کېږي چې په دغه پروژو کې د څښاک اوبو شبکې، حوضونه، په عامه ځایونو کې د معیاري او صحي مبرزونو جوړول شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د یادو پروژو په پلې کېدو سره د سیمې خلکو خوښي څرګنده کړې او له یاد بنسټ څخه یې غوښتي چې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته