کابل، د غوايي ۱۳مه، باختر
د ګردېز ښاروالۍ ادارې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څښاک اوبو د یوې شبکې په جوړولو سره ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.
سرچینه زیاتوي، چې د پکتیا مرکز د ګردېز په تېرې زعفران خېلو سیمه کې د یو ان هبیټیټ موسسې په مالي ملاتړ د ۴۹ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي چې ورسره د یادې سیمې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې برابریږي.
په دغه شبکه کې د یوې ژورې څاه کېندل، د اوبو یوه لویه ذېرمه، د پایپ لاینونو غځول او په سولري سیستم سمبال برېښنا برابرول هم شامل ده چې رغنیزې چارې به یې د ۴ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ورته پروژې پلې شوې دي.