خبرونهفرهنګTOPټولنه

کابل ښاروالۍ، د ارغوان ګلانو د کېنولو او وېشلو کمپاین پیل کړ

کابل، د غويي ۱۳مه، باختر
د کابل ښاروالۍ مسئولينو، د ښاري سیمو د ښکلا او زرغونتیا په موخه، د دویمې ناحیې اړوند د آسمايي (ټلویزیون) غره په لمنو کې د ارغوان ګلانو د کېنولو او وېشلو کمپاین، نن پيل کړ.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل: په تاريخي رواياتو کې د کابل ښار له ارغواني غرونو او تپو یادونه شوې ده، خو د وخت په تېرېدو او بېلابېلو دلایلو اوس هغسې نه دي پاتې او خپله ارغواني ښکلا یې له لاسه ورکړې ده.
هغه زیاته کړه: کابل ښاروالي غواړي په دې نوښت سره یو ځل بیا دغه تاريخي ارزښت را ژوندی کړي، څو د کابل ښار ښکلا نوره هم زیاته شي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د خلکو د همغږۍ چارو رئیس قاري انعام الله قاضي زاده او د دویمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالرحیم محمدي، ژمنه وکړه چې د کابل ښار د سمسورتیا او زرغونتیا لپاره به لا ډېرې هڅې وکړي.
همدا رنګه، د یادې سیمې د هر کور مالک ته تر پنځو د ارغوان نیالګي ووېشل شول او له هغوی څخه ژمنه واخیستل شوه چې له کېنولو شويو ګلانو څخه به په سمه توګه ساتنه او څارنه کوي.
د يادونې وړ ده چې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د ارغوان ۱۰ زره نیالګي چمتو کړي چې له جملې څخه یې د ناجو ۱۰۰ نیالګیو په ګډون، د ارغوان ۳۰۰۰ ګلان د آسمايي ( ټلويزيون) غره پر اوسېدونکو د کېنولو لپاره ووېشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته