خبرونهاقتصادټولنه

تالندې ـ برېښنا په غور او پړانګ په نورستان کې نږدې دوه سوه څاروي له منځه وړي

کابل، د غوایي ۱۳مه، باختر 

د غور د چهارسدې ولسوالۍ مسوولین وایي، د دغې ولسوالۍ په خورنج کلي کې تالندې ـ برېښنا ۱۶۰ سره څاروي له منځه وړي دي.

د چهارسدې ولسوالۍ د اطلاعاتو او کلتور مدیر عبدالرشید رحیمي باختر خبري اژانس ته ویلي، چې دغه پسونه د غره په لمنه کې د څړ په حالت کې وه، چې یاده پېښه رامنځته شوې ده.

ورته وخت کې یو غرني پړانګ د نورستان ولايت مرکز پارون په مدینه کلي کې تيره شپه ناوخته د رفيع الله په نوم د يو مالدار ۳۰ سره پسونه  داړلي او وژلي دي. 

نورستان یو غرنۍ ولايت دی، چې په غرونو کې یې ډیر وحشي حيوانات ژوند کوي،او  وخت ناوخت په ناڅاپي بریدونو کې مالدارانو ته زیانونه اړوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته