خبرونهنړۍ

کلمبیا له اسرایلو سره خپلې اړیکې پرې کوي

نړۍ، د غوايي ۱۳مه، بهرنۍ رسنۍ

د کلمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو پرون چهارشنبې د دغه هېواد په پلازمینه بوګاټا کې د کارګر د ورځې په مناسبت جوړې شوې لویې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې له اسرایلو سره د ډیپلوماتیکو اړیکېو د پرې کولو پلان لري.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه  په غزه کې د صهیونستي رژیم د جګړې او له امله یې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په غبرګون کې کوي او ښایي دغه پرېکړه ښایي سر له نن څخه عملي شي.

د پټرو په خبره نړۍ په غزه کې د اسرایلو پر ظلمونو سترګې نه شي پټولی او باید د دغې احتمالي پېښېدونکې ټول وژنې مخه ونیسي.

مخکې تر دې ځینو نورو هېوادونو هم له اسرایلو سره د اړیکو د پرېښودو خبرداری ورکړی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته