خبرونهنړۍ

 د عراق اسلامي غورځنګ په اشغالي جولان کې د اسرایلو مرکزونه په نښه کړي

نړۍ، د غوايي ۱۳مه، بهرنۍ رسنۍ

د عراق اسلامي غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د جولان په لوړو اشغالي سیمو کې یې د اسرایلو ځینې پوځي بنسټونه په نښه او ویشتي دي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې دغو بریدونو کې یې له ډرون الوتکو او توغندیو څخه کار اخیستی دی.

دغه غورځنګ زیاته کړې، چې بریدونه یې له غزې څخه د ملاتړ په درشل کې ترسره کړي دي.

جولان د سوریې اړوند خاوره ده، خو د صهیونست رژیم له لوري اشغال دي.

د یادونې وړ ده، چې غزه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې تر دا مهاله په لبنان کې د حزب الله ډله، یمن کې د حوثیانو ډله، سوریه او عراق کې د عراق اسلامي غورځنګ او منځني ختیځ کې یو شمېر نورې جهادي ډلې د اسرایلو او د دغه رژیم د ملاتړو پر ضد او د غزې پر ملاتړ بریدونه کوي، چې د پام وړ زیانونه یې وراړولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته