کابل باختردوږي دمياشتې ٢٩ :
دهرات ولايت دادرسکن ولسوالۍ دپوليسو له روزنيز مرکز څخه بهر نن سهار چاودنه وشوه اوله امله درې تنه پوليسان شهيدان او پنځه تنه نورټپيان شوي دي.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې: چاوديدونکي توکې په يو موټرسايکل کې ځاى پرځاى اودادرسکن ولسوالۍ دپوليسو دروزنيز مرکز له انګړڅخه بهر درول شوى و چې له لرې واټن څخه وچول شول.
په دې چاودنه کې درې تنه پوليسان شهيدان اوپنځه تنه نورټپيان شوي دي.
خوعيني شاهدانو دباختر اژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه ديوې خصوصي امنيتي کمپنۍ په وړاندې شوې ده چې له امله يې دامنيتي ګارد اووه تنه منسوبين و وژل شول.
2 د یوې دقیقې څخه لږ