اسلام آباد باختر دمرغومى پنځه ويشتمه :
دمحمد سعيد الياس مولوي او دزاهد الياس زاهدو په نومونو دوه تنه نور بنديان دپاکستان دکراچۍ او لاهور په مرکزي جيلونوکې اعدام شول .
باخترآژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ : دکراچى ښار دتروريزم ضد محکمې سعيد دډزو او دپوليسو دمرستيال سيد صابر حسين شاه دوژنې په جرم اودده زوى سيد عبيد حسين شاه په بيلابيلو جرمونو پړ بللې و .
په دغو وژنو کې له ده سره يوه ممنوعه سازمان مرسته کړې وه . دوى په ٢٠٠١ ميلادي کال کې په مرګ محکوم شوى و او دروان کال دمرغومي دمياشتې په ديارلسمه نيټه ددوى داعدام حکم صادر شو .
په روانه اوونۍ کې اووه تنه نور مجرمين دپاکستان په څلورو جيلونوکې په ډار وڅړول شول .
2 1 دقیقه لوستل