کابل باختر د لړم پنځمه :
په ميدان وردګو ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ۶ تنه ووژل شول او څه ناڅه ۳۲ تنه نور ټپيان شول .
ځانمرګی يرغلګر په ميدان ښارکې د پوليسو د اکمالاتي قرارګاه په ملکي کارکوونکو بريد وکړ .
بريد د پوليسو د اکمالاتي قرارګاه او د امنيتي ځواکونو د موټرو د ترميموونکي ليمون شرکت په وړاندې هغه وخت وشو چې د دغې قرارګاه ملکي کارکوونکي د عملې له موټر څخه ښکته کيدل .
د ميدان وردګو ولايت يو امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دغه ځانمرګي بريدکې پنځه تنه ملکي وګړي او يو پوليس شهيدان شول او ۳۲ تنه نور ټپيان شول .
زياتره قربانيان او ټپيان د پوليسو د اکمالاتي قرارګاه ملکي کارکوونکي بلل شوي دي.
دغه قرارګاه په پنځو ولايتونوکې د پوليسو د پوستو د تجهيزاتو د تامينولو مسووليت لري .
د ميدان ښار د روغتونونو ډاکترانو د دغې پيښې د ١٣ تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللی دی .
د دغه بريد مسووليت طالبانو په غاړه اخستی دی .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل