خبرونهامنیت

فراه کې یو شمېر مهمات نیول شوي

کابل، د غوایي ۱۹مه، باختر 

د  فراه امنیتي منسوبینو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز کې  یو شمېر جګړه ییز توکي تر لاسه کړي دي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنيز دفتر مسوولينو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د امنيې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزي مدیریت امنیتي او کشفې ځواکونو د دغه ولایت د مرکز اړوند په باغ کافي سیمه کې ۴ کلاشینکوفونه،  ۳ چانټې او ۳۲۹۰ بېلا بېلې مرمۍ کشف او ضبط شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ منسوبینو د دغه ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته