کابل، د غوايی ۱۸مه، باختر
د پروان امنیتي منسوبینو د یولړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د شیخ علی ولسوالۍ اړوند په یو کور کې یو شمېر چاودېدونکي توکي تر لاسه کړي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ وياند فضل رحیم مسکینیار د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې په نیول شویو مهماتو کې د بي ام یک، هاوان او دهشکې ګڼ شمېر مرمۍ او سرګلولې کشف او ترلاسه شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د یادې قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي وو.