ټولنه

د هلمند ولايت دښځو ستونزې وڅيړل شوې

کابل باختردسلواغي  اوولسمه

  په هلمند ولايت کې ښځو  ديوې غونډې په ترڅ  هغه ستونزې وڅيړلې   چې ددوى په وړاندي  پرتې دي .

 په دې غونډه کې چې دهلمند ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو ديو شمير ښځو په ګډون جوړه شوې وه دهلمندي ښځو  برياليتوبونه ، ستونزې او ددوى په وړاندي پراتي ننګونې  وڅيړل شوې .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې،  په دې غونډه کې چې يو شمير سيمه ئيزو  مقاماتو اودښځو  دحقوقوفعالينوهم ګډون کړي و له يوشمير  ننګونوسره سره په هلمند کې دښځو حالت ښه وبلل شو .

 برخه والو په ښوونځيو  او دولتي اداروکې دهلمندي ښځو مخ په زياتيدونکي کچه يوبرياليتوب  وباله خو ددوى په باور  دسواد ټيټه کچه  ، ددوديزو درواجولو  واکمني اوپه کورنيو کې  يو شمير ناوړه  دودونه اوپه ادارو کې دښځينه کادرونوکمښت په هلمند کې دښځو په وړاندي  مهمې ننګوني وبللې .

  دبرخه  والو په  باور  دولت په هلمند کې دښځو اونجونوباسواده کولو ته   جدي پاملرنه نه ده کړې اودغه راز  په دغه ولايت کې  په سيمه ئيزو دولتي اداروکې دجذبولو په خاطر کوم اقدام نه دي کړي .

  په دې غونډه کې  برخه والو ښځو له دولت څخه وغوښتل چې  دهلمندي ښځو دودې اوپرمختګ او ددوى ترمنځ  دباور دزياتوالي په خاطر  بايد دکار موندلو او  ددغو ښځو باسواده کولو ته جدي پاملرنه وکړي .

  دهلمند والي ګلاب منګل  هم په دې غونډه کې خبرې وکړې اوويې ويل  هغوى په هلمند کې د ښځو  دپوهي ،کاري ظرفيت او اقتصادي  ودې لپاره پروګرامونه ترلاس لاندې لري .

 دهلمند والي ددغه ولايت له ښځو څخه وغوښتل چې پرځان دباور دزياتوالي او خپلې اقتصادي ودې لپاره دازادې سيالۍ له لارې ددغه ولايت  په سيمه ئيزو  اداروکې  خپل شتون پراخ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته