سیاستخبرونهامنیتTOP

ملي دفاع وزارت: په پاکستان کې د نا امنیو د پړې ګوته افغانستان ته نیول له حقیقت څخه د توجه اړولو ناکامه هڅه ده

کابل، د غوايي ۱۹مه، باختر 

د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستاني پوځ د ویاند وروستۍ ادعاوې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لرې وبللې.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینایي وګړو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له برید کونکو سره همکاري په ډاګه کوي، چې په دواړو صورتونو کي یې مسئولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی.

خوارزمي د دا ډول پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نیول د موضوع له حقیقت څخه د توجه اړولو ناکامه هڅه بللې او په کلکه یې رد کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې اسلامي امارت له خپل لوري چین هېواد ته په دې تړاو ډاډ ورکړی او هغوی هم په حقیقت پوه شوي دي، چې افغانان په داسې موضوعاتو کې ښکیل نه دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند همدارنګه ویلي:(موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو، چي د پاکستان خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي، د هغوی خاوره زموږ په ضد کارول شوې او پېښې له هغه هېواد څخه تنظیم کېږي، چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي).

هغه څرګنده کړې، چې اسلامي امارت په ځانګړي ډول د ملي دفاع وزارت د پاکستان ثبات او امنیت د افغانستان او سیمي په ګټه بولي او د افغانستان او پاکستان د ولسونو په ورورۍ او ښو اړیکو باور لري.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند په هغه هېواد کې پر چینايي وګړو د برید پړه پر افغانستان اچولې وه او ویلي وو، چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی او د یوه افغان له لوري ترسره شوی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress