کاري فرصتونهښوونه او روزنه

په لوګر کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۵ ښوونځي بیا ورغول شول

کابل، د لېندۍ ۳۰ مه، باختر
د لوګرد پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په خروار ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ ښوونځيو ودانۍ ترمیم او بیا رغول شوې دي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب د باخترآژانس خبریال ته وویل، د پوهنې وزارت له بودجې څخه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ ښوونځيو ودانۍ رغول شوې دي، چې په رغول شویو ښوونځیو کې د خروار ولسوالۍ د علي جان خېلو، اوریا خېلو، کوټکي، خواجه انګور او خوشحال ښوونځي شامل دي، چې په بیا رغولو سره یې تر ۱۰۰۰ زیاتو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړده، چې د لوګر په مرکز کې هم د ۳ نورو ښوونځیو د ترمیم کارونه بشپړ شوي, چې په راتلونکو څو ورځو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته