روغتیا

په لوګرکې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېرمخ په زیاتوالی دی

کابل / و غويي ۱۴ / باختر
د لوګر دعامې روغتیا ریاست مسوولان په دغه ولایت کې د کوید ۱۹ ویروس د خپرېدو خبر ورکوي او د پل علم له ټولو اوسېدونکوڅخه غواړي چې په بشپړه توګه له دغه ویروس سره د مبارزې په امر کې مهم روغتیايي ټکي په پام کې ونیسي.
د لوګر د عامې روغتیا د سرویلانس مسوول ډاکترصفي الله ناصري باخترآژانس ته وویل چې په تېره یوه ورځ کې له ۲۳ پېښو څخه ۷ پېښې مثبتې و او درې نور اخته کسان مړه شوي دي.
دهغه د څرګندونوله مخې، د کرونا ویروس د خپرېدوله وخت څخه تراوسه په لوګرکې څه نا څه ۷۶۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي چې ۶۸۰ تنه روغ شوي دي او ۴۲ تنه نوریې مړه شوي دي او څه نا څه ۳۶۰۰ مشکوک پېښې ثبتې شوې دي.
په لوګرکې د کوید ۱۹ ناروغانو لپاره ۳۰۰ بستریز روغتون د لوګرپه مرکزکنجک کې شتون لري چې پکې د کرونا ویروس ٨ ناروغان بستردي.
د سرچېنې د څرګندونوله مخې ، په لوګرکې یوشمېرښوونکو، روغتیايي کارکوونکو، دولتي مامورینو او امنیتي ځواکونوواکسین شوي دي او یوزیات شمېرخلک تراوسه نه دي واکسین شوي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته