امنیت

په لغمان کې څو کلي د دښمن له شتون څخه پاک شول

-کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
په لغمان ولايت کې د ډار اچونې پرخلاف د عملياتو په دوام څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
دغه عمليات د ډار اچوونکو له شتون څخه د يو شمېر سيمو د پاکولو او د لغمان خلکو ته  د آرامې فضا  د رامنځته کولو په مقصد پيل شوي دي .
  په دغو عملياتوکې دملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت په سلګونوتنو  ځواکونو  ګډون کړى دى او ويل کيږي چې د دوى زياته پاملرنه د لغمان ولايت  شمال ختيځو سيمو ته ده، چېرته چې په دې وروستيو وختوکې د وسله والو طالبانو د پراخ شتون او فعاليت  ډګر و .
  د هېواد په ختيځ کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې د دغه پوځي عملياتو له پيل څخه چې يوه مياشت تيريږي، تر اوسه پورې په لسګونه کلي د الينګار ولسوالۍ ځينې سيمې او د لغمان د مرکز مهترلام ښار د لويې لارې په اوږدوکې يوشمېرکلي د ډار اچوونکو له شتون څخه  پاک شوي دي.
د الينګار ولسوالۍ د لغمان ولايت په شمال ختيځ کې موقعيت لري.
دغه ولسوالۍ کله کله د وسله والو طالبانو د شتون ډګر دى چې زياتره دغه ډار اچوونکي د مهترلام په لويې لارې بريدونه کوي .    ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته