خبرونهاقتصادTOP

هندي سوداګر په پنجشېر کې پانګونه کوي

کابل، و غوایی ۱۱ مه، باختر

د ناګر او انباني په نومونو ۲ هندي سوداګر د پنجشېر له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په کتنه کې خپلې سوداګریزې طرحې شریکې کړې دي.

د پنجشېر د والي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن په دغه ولایت کې دوه هندي سوداګرو له حافظ محمد اغا حکیم سره په کتنه کې خپلې سوداګریزې طرحې شریکې کړې دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغو هندي سوداګرو په افغانستان په ځانګړي ډول پنجشېر کې د امنیت پر تامین خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې نور هندي پانګوال به هم په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

د پنجشېر والي هندي سوداګرو ته د سوداګریزو طرحو په پلې کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

هېره دې نه وي چې یاد سوداګر به سبا د یاد ولایت د زمردو په مزایدې کې هم ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده، چې ناګر، د قيمتي ډبرو سوداګر او انباني دوست میلیاردارآش اوسمهال په چين، عمان او افريقا هېوادونو کې په سوداګرۍ بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته