کابل، د غوایي، ۱۱مه، باختر
د کونړ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس شمس الرحمان سیلاب د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د چپې درې ولسوالۍ په خټکو کلي کې د اروپايي ټولنې ادارې په مالي ملاتړ د ۱.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوې چې ورسره ۱۶۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
ورته وخت کې د ډاکار موسسې مسوول انجنیر عصمت الله شمس وويل، په یاده پروژه کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره ۵۰ متر مکعب ذخیره، او د ۵ زره ۱۳۶ مترو په اوږدوالې ذخیرې څخه نل غزونه غځول شوي دي .
د یادونې وړ ده چې د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې پلې کېدو ته خوښ دي او له مسوولینو دې ته ورته د نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.