کابل، د غوایي ۱۱مه، باختر
د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د ځنګلونو د بیا احیا کولو باندې کار کوي او د دغه ولایت په ۷ ولسوالیو کې يې په سلګونه هکتاره ځنګلونه بیا احیا کړي دي.
د یاد ریاست د طبیعي ځنګلونو عمومي مدیر اصف الرحمن بسمل باختر اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې په تېرو ۵ کالو کې يې شاوخوا ۹۳۰ هکتاره ځنګلونه بیا احیا کړي، چې نیمايي يې جلغوزي او نیمايي یې غوزان دي.
بسمل زیاتوي، چې د ځنګلونو تل پاتې پروژې له لارې يې یوازې سږ کال پسرلني کمپاین کې تقریباً ۶۶ زره د چهارمغزو او بادامو نیالګي کېنولي.
مسوولین وايي، چې په مستقیم ډول د ځنګلونو بیا احیا کولو په موخه يې نیالګي کرلي او پلان لري، چې په ټولو ولسوالیو کې تخریب شوي ځنګلونه بیا احیا کړي.
د طبیعي ځنګلونو عمومي مدیر اصف الرحمن بسمل دغه راز ویلي، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې ۲۰ هکتاره ازمایښتي جلغوزي په میرزکې ولسوالۍ کې کرلي او د مثبتې پایلې په صورت کې به یې په نورو ولسوالیو کې هم وکري.
خلک او سوداګر بیا وايي، چې د جلغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونه ونې ښه حاصلات ورکوي او له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د حاصلاتو لپاره یې بازار پیدا کړي.
د یادولو وړ ده، په دغه ولایت کې یوازې یوه د جلغوزیو د پروسس او بسته بندۍ فابریکه شتون لري، چې د سوداګرو په خبره بسنه نه کوي.