خبرونهاقتصادTOP

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست: اسلامي امارت د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره ټینګ هوډ لري

کابل، د غويي ۱۱مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د بادغیس د اوبیزو سرچینو د ارزولو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی.

باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا عبداللطیف منصور له مرغاب سیند څخه د لېدنې او د دغه سیند د اوبو مدیریت او د اوبو ذخیره کولو بندونو جوړولو د تخنیکي مطالعاتو، د برېښنا تولید او د اوبو لګولو کانالونو د سمون په برخه کې د همکارۍ د ژمنې ترڅنګ؛ د بادغیس له مرستیال والي مولوي غلام محمد او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسئولینو سره لیدلي او په دغه ولایت کې یې د اوبیزو سرچینو د مدیریت او برېښنا د تولید په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست همدارنګه د مرغاب سیندیزې فرعي حوزې له مسؤلینو سره لیدنه کړې او د هغوی د ستونزو اورېدو ترڅنګ، هغوی ته یې لارښوونه کړې چې ورسپارل شوې دندې په وخت او بشپړه ریښتینولۍ ترسره کړي.

هغه ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت د ټولګټو خدمتونو د ترسره کولو په ځانګړې توګه د هېواد د اوبو د مدیریت او د اوبیزو تاسیساتو د ساتنې په برخه کې ټینګ هوډ لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته