خبرونهټولنهTOP

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بېځایه شویو کورنیو لپاره د هستوګنځي پر انتظام خبرې وشوې

کابل، د غويي ۱۱مه، باختر

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون له راغلي پلاوي سره وکتل.

د کور او ښار جوړولو وزارت په خپرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې چې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د عامې روغتیا وزارت معین مولوي محمد اسحق صاحبزاده او د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ګډون کړی و؛ د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بېځایه شویو کورنیو لپاره د سرپنا د انتظام پر څرنګوالي خبرې شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست ویلي چې د دامان ولسوالۍ د بېځایه شویو کورنیو د سرپنا په اړه یې د ځانګړي شوي ښارګوټي ټولې چارې بشپړې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې هڅې یې پیل کړې د پلان عملي کېدا او بیخ بنایي چارو د ترسره کېدو په موخه بودجه ترلاسه کړي.

راغلي پلاوي هم ویلي چې دوی به د شویو خبرو او عملي اقداماتو په اړه معلومات، د ریاست الوزرا عالي مقام اداري له معینیت سره شریک کړي او د راتلونکو اقداماتو په اړه به د هغوی له لارښوونو سره سم پاتې چارې سرته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته