خبرونهاقتصاد

د پنجشېر څه باندې ۲ زره قیراطه زمرد د نږدې ۲۰۵ زره  ډالرو په ارزښت وپلورل شول

کابل، د غوايي ۱۱ مه، باختر

د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس مولوي محمد قاسم اميري باختر آژانس ته وويل، چې د اوولسم ځل لپاره د هېواد پر سوداګرو ۲ زره ۶۹۳ قيراطه زمرد د ۲۰۴ زره ۹۰۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

مولوي امیري زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د اوولسم ځل لپاره د هېواد پر سوداګرو ۶ زره ۴۹۳ قيراطه زمرد د ۱۸۵ زره ۱۰۰ ډالرو په ارزښت وپلورل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته