خبرونهنړۍ

نتانیاهو له عدلت څخه د تېښتې هڅه کوي

نړۍ، د غوايي ۱۱مه، بهرنۍ رسنۍ

امریکایي نشریې اکسیوس خبر ورکړی، چې د اسرایلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د تېرې یکشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جو بايډن ته تېلفون کړی او د جرمونو نړیوالې محکمې څخه د خپل ځان او نورو اسرایلي لوړپو چارواکو د ژغورنې په برخه کې یې ترې مرسته غوښتې ده.

احتمال دا دی، چې ممکن د جرمونو نړیواله محکمه په غزه کې د ملکي وګړو د وژلو په تور د نتانیاهو د نیولو امر وکړي او د اسرایلي سرچینو له قوله نوموړی له همدې امله په سخته وېره کې شپې او ورځې تېروي.

دغه احتمال وروسته ترهغې زیات شو، چې غزه کې د ملکي فلسطینیانو ډله ییز قبرونه پیدا شول او دغه راز ځینو روغتونونو کې هم ورته پېښې ثبت شوې.

د یادونې وړ ده، چې صهیونست ځواکونو په غزه کې د خپلو مشرانو په امر څه باندې ۳۴ زره کسان شهیدان او نږدې ۸۰ زره نور یې ټپیان کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته