کابل باختر دچنګاښ ٣١ نيټه :
په هرات ولايت کې د وسله والو طالبانو داستخباراتو مسوول چې په ده باندې د ماينونو دايښودلو او دتروريستي بريدونو دسازمان ورکولو تور لګول شوى دى ، ونيول شو .
دغه سړى چې محمد اصف نوميږي او دهرات ولايت اوسيدونکى معرفي شوى دى ، دګلران ، کهسان او زنده جان په ولسواليو کې دشپږو تروريستي بريدونو مسوول دى .
نيول شوى سړى دغه راز په شينډنډ ولسوالۍ کې دسرحدي دويم کنډک ديوې پوستې د نيولو او په هغه دبريد اصلي مسوول دى .
ددغه سړي دوه تنه ملګري هم دملي امنيت دځواکونو له خوا نيول شوي دي .
ختم- ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ