خبرونهاقتصاد

لوګر کې د یوه سړک د کانکرېټ چارې پیل شوې

کابل، د غوایی ۱۱ مه، باختر

د لوګر ځايي چارواکو د یاد ولایت د بره کي برک ولسوالۍ په برکي راجان بازار کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانکرېټ چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

د لوګر والي شیخ ضیاالرحمن مدني د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه سړک یو کلیومتره اوږدوالی او ۸ متره سور لري چې ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځې له دغه ډلې څخه ۲ میلیونه افغانۍ یې د برکي برک ولسوالۍ د ښاروالۍ له بودجې څخه ورکول کېږي او پاتې لګښت یې د هټيوالو او د سیمې مشرانو له خوا ورکول کېږي. 

د یادونې وړ ده، چې د بره کي راجان بازار یو له مشهورو بازارونو څخه دی، چې ۲ زره دوکانونه او مغازې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته